Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو پر ایران د اسرائیل د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړه

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، اسراییلي چارواکو ویلي چې نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) یې د ایران اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو د تولید کارخونې او پوځي قوماندانان په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال ویاند فرحان حق په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بریدونه په داسې حال کې شوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات لاهم روان دي.

هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په منځني ختیځ کې هر ډول تاوتریخوالی غندي او له دواړو خواو غواړي چې له زغم کار واخلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.