Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عراقچي: د اوربند په اړه هيڅ هوکړه نشته، د اسرائیل د بریدونو درېدل زموږ شرط دی

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر اعلان کړی و چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند په څو راتلونکو ساعتونو کې پیلېږي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په دې برخه کې هيڅ هوکړه نشته او ایران به یوازې په هغه صورت کې چې د سهار تر څلورو اسرائیل خپل بریدونه ودروي، ځوابي بریدونو ته دوام ور نه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شپې شاوخوا یوه نيمه بجه په تروث ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې په څو راتلونکو ساعتونو کې به «د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند» پیل شي.

هغه لیکلي: «ټولو ته مبارک! لکه څنګه چې اسرائیل او ایران په بشپړ ډول پرې موافقه کړې، د دواړو خواوو ترمنځ به یو بشپړ اوربند (له شاوخوا شپږو ساعتونو وروسته) پیل شي چې ورسره به جګړه کمه او په بشپړ ډول ختمه شي.»

هغه ویلي: «ایران به په رسمي توګه د اوربند پيلوونکی وي او اسرائیل به هم د ۱۲ ساعتونو په اوږدو کې اوربند پیل کړي، په پایله کې به د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ مخاصمه پای ته ورسېږي.»

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند د خپور شوي خبر په اړه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې جګړه اسرائیل پیل کړې، ایران نه.

هغه لیکلي: «اوس مهال د اوربند یا د عملیاتو د درېدو په اړه هيڅ هوکړه نشته، په دې شرط چې د اسرائیل رژیم د ایران د خلکو پر وړاندې خپل ناقانونه یرغل د سهار تر ۴ بجو ودروي، موږ هم د ځواب ورکولو کومه اراده نه لرو.»

عراقچي ویلي، د ایران له لوري د نظامي عملیاتو د درېدو په اړه به وروستۍ پرېکړه وروسته ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسرائیل له برید او د ایران له متقابلو بریدونو وروسته – چې نن یې دوولسمه ورځ ده – امریکا هم د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ.

د ایران سپاه پاسداران تېره شپه اعلان وکړ چې پر ایران د متحده ایالتونو د وروستي برید په غبرګون کې یې د قطر په العدید کې د امریکا پر نظامي اډې توغندیز برید کړی دی.

د امنیت شورا په ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» وباله او له امنیت شورا یې غوښتي وو چې د جګړې درېدو بېړنی اقدام دې وکړي؛ روسیې پر دغه په کلکې نیوکې سره دا د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.