Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او اسرائیل د متقابلو بریدونو د دوام وروستی حال

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اسرائیل په تل‌ابیب او حیفا کې د ایران له لوري تازه توغول شوي توغندي لګېدلي او په تهران کې د اسرائیل له لوري ځینې سېمې په نښه شوې؛ په دغو بریدونو کې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې.

د راپورونو له مخې، اسرائیل د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې ځینو نظامي چارواکو، اټومي پوهانو او ملکي وګړو خپل ژوند په کې لاسه ورکړ. یوه ایراني چارواکي ویلي وو چې په یادو بریدونو کې ۷۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

ایران هم وړمه ورځ سهار پر اسرائیل توغندییز بریدونه وکړل؛ یو توغندی په تل‌ابیب کې لګېدلی او پر دغه ښار سربېره د اسرائیل په ځینو نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د اسرائیل حکومتي سرچینو ویلي چې د ایران په توغندییزو بریدونو کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

بي‌بي‌سي نن سهار لیکلي، د اسرائیل په تل‌ابیب او حیفا کې د ایران له لوري تازه توغول شوي توغندي لګېدلي او په دغو بریدونو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي، په هغه ځای کې چې برید پرې شوی، اورلګېدنه هم لیدل شوې.

الجزیرې هم لیکلي، ایران پر اسرائیل د بریدونو نوې څپه پيل کړې چې په پایله کې یې لږ تر لږه درې کسان په تل‌ابیب کې وژل شوي او بندري ښار حیفا یې هدف ګرځولی دی.

د راپور له مخې، دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه ترسره شول چې د اسرائیل پوځ د ایران پلازمېنه تهران بمبار کړ.

رویټرز بیا لیکلي چې د ایران په تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي، تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي او لسګونه ژغورونکي د برید سیمو ته رسېدلي دي او د حیفا ښار په یوه برېښناخانه کې اور هم لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې یوازې په درېیو وروستیو اسرائيلي بریدونو کې له ۷۰ ډېرې ښځې او ماشومان په ایران کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

باقري ‌ویلي، تازه د اسرائیلي ځواکونو لخوا د تهران د «حکیم» په نوم د ماشومانو پر روغتون هم برید شوی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.