Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تېره اونۍ، روسي چارواکو د ا.ا په اړه مثبتې څرګندونې وکړې، د م.م ځینو چارواکو یو ځل بیا افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده، خو ا.ا وایي، د شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي او اروپایي ټولنې وویل، له افغانستان سره لس میلیونه یورو مرسته کوي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې اسلامي امارت پر افغانستان بشپړ کنټرول لري او دغه موضوع د مسکو لپاره ډېره مهمه ده.
د قرغیزستان د انرژۍ وزارت وایي چې راتلونکی ۲۰۲۵ میلادي کال له تاجکستان سره په ګډه د کاسا زر پروژې له لارې پاکستان ته برېښنا غځوي.
د کرکټ ملي لوبډلې شل اووریزه نړیوال جام ته د چمتووالي په لړ کې په خپله دویمه تمریني لوبه کې سکاټلنډ ته د ۵۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الخنزاب د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویلي چې اروپایي ټولنې د هېواد د ښوونځيو د زدهکوونکو د خوړو خونديتوب لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د عمان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریني لوبه د باران ورښت له امله بې پایلې شوه.
نن د مې میاشتې ۲۹مه د پښتو ژبې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتنو له خوا نمانځل کېږي، خو یو شمېر پښتانه لیکوالان وايي، د پښتو ژبې د پرمختګ او ودې لپاره دې لا ډېر کار وشي.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۱۴۳ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د دې ریشتې ملي لوبډله د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا سیالیو کې ګډون کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دوه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له عمان سره ترسره کوي.
د افغانستان د کرنې سرپرست وزیر د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره په ليدنه کې د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې او اوتونبایوا ویلي چې د دوحې غونډه دې موضوع ته د تمویلوونکو د پام اړولو لپاره ښه فرصت دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن