Language

تېره میاشت افغانستان ته د نږدې ۲۵۰۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د نږدې ۲۵۰۰  بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان لمریز کال په لېندۍ میاشت کې د ۴۳ ښځو په ګډون ۱۳۲۰ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۲۶ په ګډون ۱۱۷۸ نور له افغانستانه وتلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان د نیمروز بندر، د هرات هوايي ډګر، د فاریاب د اقینې بندر، د بلخ هوايي ډګر او حیرتان بندر له لارو هېواد ته راغلي دي.