د ایران د ازادو سیمو د عالي شورا منشي اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان پانګهوالو ملاتړ کوي او هغوی کولای شي چې د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې اقامت ترلاسه کړي.
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازي سلاکار ویلي چې افغان پانګهوالو د ۱۴۰۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.