Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان پانګه‌والو په څلورو میاشتو کې ایران کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازي سلاکار ویلي  چې افغان پانګه‌والو د ۱۴۰۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب دغه څرګندونې له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې کړې او زیاته کړې یې ده چې که څه هم په ایران کې د افغانانو پانګونې کوچنۍ وې، خو د شمېر له پلوه د پام وړ دي.

 هعه زیاته کړې چې دغه پانګونې په بېلابېلو برخو لکه کرنه، صنعت او ودانیزو برخو کې شوې دي.

په راپور کې دغه‌راز راغلي چې تېر کال (۱۴۰۱) افغانستان په ایران کې ترټولو لوی بهرنی پانګوال هېواد شو او کومې پانګونې چې په ایران کې شوې ان نیمه برخه یې په افغانستان پورې اړوند وه.

جوانمرد قصاب په ایران کې د افغان پانګوالو د تولید پروړاندې د خنډونو د هواري کمېټې جوړېدو ته په اشارې ویلي چې د دې کمېټې د رامنځته کېدو موخه په ایران کې د افغان پانګوالو د راجلبولو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کول او دغه‌راز په افغانستان کې  له هغو ایراني پانګوالو ملاتړ دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازي سلاکار دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې له ایران سره د سوداګرۍ کچه په کال کې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او اوسمهال تهران د افغانستان یو لوی سوداګریز شریک دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.