Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې، نن سهار په واشنګټڼ کې نامعلومو وسلهوالو پر عامو کسانو ډزې کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ا مریکا د متحدو ایالتونو د باسټن پوهنتون ډاکټران وايي چې په لومړي ځل او په بریالي ډول یې د خنزیر پښتورګې (ګردې) یو انسان ته پیوند کړ.
د امریکا متحده ایالتونو د کندهار ښار ځانمرګی برید غندلی، بل خوا داعش ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د امریکا کانګرس مشرانو او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۲ زره نورو ځانګړو وېزو د ورکړې په اړه هوکړه کړې ده.
امریکا وایي، چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستو ورکونکو هېوادونو سره یوځای به په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر څخه بیاکتنه وکړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکی او دغه راز د افغانستان د خلکو ملاتړ کوونکی دی.
نیکې هيلي د جمهوري غوښتونکو ګوند په ټاکنو کې د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ۶۳ سلنې رایو په ګټلو سره په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.
د بشري حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې بنفشه یعقوبي د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ‘۲۰۲۴ زړورې ښځې’ جایزه وګټله.
د راپورونو له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو پولیسو په واشنګټن کې یو ۱۵ کلن هلک چې د یوه افغان وګړي پر قتل تورن و، نیولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، مهارت، وړتیا، کاروبار او دا ډول نورو برخو لپاره د دریېو نویو پروګرامونو د پيل کولو خبر ورکړ.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواکونو یو سرتېری یې د غزې جګړې پر خلاف په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت مخکې ځان ته اور اچولی او مړ شوی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان د بیارغونې، په بهر کې د افغانستان د شتمنیو ازادولو او پر دغه هېواد د یو اړخیز بندیزونو د لغوه کولو خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP