کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو په پنسلوانیا کې ځايي چارواکو اعلان کړی چې د دغه ایالت په لنکسټر ښار کې د بوډاګانو پالنې له یوه مرکز سره نږدې یوه الوتکه چې پنځه کسان پهکې سپاره وو، لوېدلې ده.
د سياېناېن د راپور له مخې، یاده الوتکه پرون (یکشنبه) وروسته له غرمې لوېدلې، سپاره کسان یې ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
راپور کې راغلي چې د یادې پېښې په پایله کې ۱۲ موټر هم زیانمن شوي دي.
چارواکو زیاته کړې چې د بوډاګانو پالنې ودانۍ ته هيڅ زیان نه دی اوښتی او مرګژوبله هم نه لري.
ورته مهال، د فدرال هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې یاده پېښه به وڅېړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP