Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو کابل ښار کې د یوه تښتول شوي کس د ژغورنې عملیاتو کې څلور انسان تښتوونکي وژلي خو تښتول شوی کس د تښتوونکو له خوا مخکې وژل شوی و.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي له مسوولو حکومتي چارواکو په ښار کې د هغو امنیتي کسانو پر ګرځېدو د بندیز غوښتنه کوي چې په شخصي لباس کې وسلې ګرځوي.
د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه د «تمدن» خصوصي ټلوېزیون دفتر ته د امنیتي کسانو پر ننوتو او له کارکوونکو سره یې پر چلند نیوکه کوي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، امنیتي کسان په سیمه کې د کورونو تلاشۍ پر مهال د ټلوېزیون دفتر ته هم دننه شوي خو له چا سره یې ناسم چلند نه دی کړی.
د کندهار ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د عینو مېنې په سیټا څلورلارې کې د امنیتي کسانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان وژل شوی دی.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې په دغه ولایت کې امنیتي کسانو ته د یونیفورم د وېش لړۍ پيل کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP