ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: د امنیتي کسانو له خوا په شخصي جامو کې د وسلې پر ګرځولو دې بندیز ولګېږي

د خوست خلک: د امنیتي کسانو له خوا په شخصي جامو کې د وسلې پر ګرځولو دې بندیز ولګېږي

author avatar
26 Feb 2023 - 14:51
د خوست خلک: د امنیتي کسانو له خوا په شخصي جامو کې د وسلې پر ګرځولو دې بندیز ولګېږي
author avatar
26 Feb 2023 - 14:51

خوست ښار (پژواک، ٧ کب ۱۴۰۱): د خوست یو شمېر اوسېدونکي له مسوولو حکومتي چارواکو په ښار کې د هغو امنیتي کسانو پر ګرځېدو د بندیز غوښتنه کوي چې په شخصي لباس کې وسلې ګرځوي.

هغوی وایي، دې چارې ښاريان اندېښمن کړي او که پر وخت يې مخه ونه نیول شي، ښايي نامسوول وسله‌وال ترې د خپلو موخو ترسره کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.

په دې اړه د خوست ښار اوسېدونکي ايوب پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستیو کې په ښار کې د ځينو امنيتي کسانو له خوا په شخصي لباس کې د وسلو ګرځول ډېر شوي دي.

هغه وايي، له دغه فرصته په ګټې اخیستنې ځیني وخت نامسوول وسله‌وال بېلابېل جرمونه ترسره کولای شي.

نوموړی زياتوي: «د یوه غېرمسوول وسله‌وال او امنیتي کس ترمنځ هيڅ توپیر نه کېږي او خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي؛ ځکه اکثره وخت خلک له همدې استفاده کوي، دوی هم د امنیتي ځواکونو په څېر ظاهري څېره جوړه کړې او بیا له خلکو نه په دې بهانه غلا کوي او نورې ستونزې جوړوي.»

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی نقیب‌الله ځلاند هم وايي، په ښار کې ځيني کسان په شخصي لباس کې له وسلو سره ګرځي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته زیاته کړه، حکومتي مسوولين دې له نظامي یونيفورم پرته په ښار کې چاته د وسلو ګرځولو اجازه نه ورکوي، څو له نامسوول وسله‌والو سره یې توپیر وشي.

هغه وايي: «په ښار کې ځیني کسان لیدل کېږي که څه هم دوی به دولتي وظیفې ولري، اما په شخصي لباس کې دوی سره سلاح وي؛ نو موږ له دولته غوښتنه کوو، هغه څوک چې دولتي کسان دي په یونیفورم کې دې وسله وګرځوي او هغه کسانو ته دې اجازه نه ورکوي چې‌ په شخصي لباس کې وسله ګرځوي.»

د خوست ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل پلو، د خوست د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز وايي چې په دغه ولایت کې د یونیفورم د کمښت له امله دا ستونزه موجوده ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په دې برخه کې د دوی کار روان دی او ژر به اصلاحات رامنځته شي.

هغه زياته کړه: «په خوست کې د نظامي سرتېرو یونیفورم د نظامي سرتېرو د منظورۍ پر اساس راغلی دی. دا چې په خوست کې د نظامي سرتېرو تشکیلات نه دي بشپړ شوي نو په همدې اساس ځینو ته یونیفورم نه دی رسېدلی او هغه سرتېري چې اوس یونیفورم نه لري له یونیفورم به برخمن شي.»

دا په داسې حال ده چې په وروستيو مياشتو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې امنيتي کسانو په ځانګړې توګه پوليسو ته يونیفورم وېشل شوى او خلک پرې خوښ دي.

Visits: 587

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.