Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار ولايت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوه خبریال په ګډون درې کسان د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شول او په تړاو یې د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې د انسانتښتونې په تور اووه کسان نیول شوي دي.
د استخباراتو ریاست وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې يې دوه تنه له انسان تښتوونکو ژغورلي دي.
د ننګرهار ولايت په سرهرود ولسوالۍ کې يو کس له انسان تښتوونکو ژغورل شوی او په تړاو يې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان نيول شوي دي.
د لوګر چارواکي وايي، انسان تښتوونکو تېره ورځ د دغه ولایت له خروار ولسوالۍ څخه دوه ماشومان تښتولي وو چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په مرکز پل علم کې وژغورل شول.
د کونړ والي وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د استخباراتو ریاست لهخوا یوه نجلۍ چې شاوخوا اتلس میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوې وه، د سړي تښتوونکو له بنده راخوشې شوه.
د کابل د استخباراتو رياست د حسين په نوم يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلى او په تړاو یې يو کس هم نيولی دى.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، په جلال اباد ښار کې يې يو کس د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د استخباراتو عمومي ریاست د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی او وایي، یو انسان تښتوونکی نیول شوی او بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ له انسان تښتوونکو د یوه سوداګر راخوشي کولو خبر ورکوي او وایي چې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو انسان تښتوونکی وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې یې د انسان تښتوونکو اووه کسیزه ډله نیولې او یو تښتول شوی کس یې ترې ژغورلی دی.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP