د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر اهنګران وايي چې د دوی تولید ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی دی.
په بغلان کې د اهنګرانو اتحاديه وايي، له بهره واردېدونکو وسایلو د دوى پر توليداتو منفي اغېز کړی او د دغې ستونزې د حل په موخه له خلکو او حکومته د همکارۍ غوښتنه کوي.
د زرنج ښار اهنګران چې د ژوند لسیزې یې په دغه کار کې تېرې کړې او له دې لارې حلاله روزي ترلاسه کوي، د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري او له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.