ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې اهنګران وايي، له بهره د وسایلو وارداتو یې د تولیداتو بازار خراب کړی

بغلان کې اهنګران وايي، له بهره د وسایلو وارداتو یې د تولیداتو بازار خراب کړی

author avatar
14 Mar 2023 - 11:46
بغلان کې اهنګران وايي، له بهره د وسایلو وارداتو یې د تولیداتو بازار خراب کړی
author avatar
14 Mar 2023 - 11:46

پلخمري (پژواک، ٢٣ کب ١۴٠١): په بغلان کې د اهنګرانو اتحاديه وايي، له بهره واردېدونکو وسایلو د دوى پر توليداتو منفي اغېز کړی او د دغې ستونزې د حل په موخه له خلکو او حکومته د همکارۍ غوښتنه کوي.

په افغانستان کې اهنګران له پېړيو راهيسې له اوسپنې څخه د کور او کرنې برخې لپاره ځيني وسايل لکه چاقو، تبر، لور، کلند، بېل، بېلچه، يووه او نور جوړوي چې خلک ترې په ورځنيو چارو کې ګټه اخلي.

خو اوس اهنګران شکايت کوي چې خلک د دوى له خوا تولید شوو وسایلو پر ځاى له بهره وارد شوي وسایل پېري.

په دې اړه د بغلان د مرکز پلخمري ښار د اهنګرانو اتحاديې مشر غلام دستګیر پژواک اژانس ته وویل، افغانستان ته له له بهره د اوسپنیزو وسایلو وارداتو د دوى کاروبار زيانمن کړی دی.

نوموړی وایي: «پخوا به خلکو له افغاني تولیداتو کار اخیسته خو په وروستیو څو کلونو کې چې له چین، پاکستان او ایران څخه د اهنګرۍ وسایل واردېږي خلک  له بازار نه هم هغه وارد شوي وسایل رانیسي؛ پخوا به د کرنې او قصابۍ لپاره کارېدونکي وسایل موږ جوړول چې ډېر وخت به یې کار کاوه، خو اوس يې خلک نه اخلي چې ورسره زمونږ کاروبار ډېر خراب شوى دى.»

دغه‌راز يو بل اهنګر عبدالبصیر وایي، په تېرو کلونو کې کاروبار ښه و خو سږ کال يې توليدات هیڅ بازار نه لري.

هغه وايي: «پخوا مې کار دومره زیات و چې په ورځو ورځو مې مشتريان منتظر پاتې کېدل، خو سږ کال جوړ کړي وسایل مې لا هم په دوکان کې پراته دي، څوک یې پوښتنه نه کوي.»

همدارنګه يو بل اهنګر محمدناصر وايي، ٣٥ کاله کېږي چې په پلخمري کې اهنګري کوي خو سږ کال يې کاروبار ډېر خراب شوى دى.

نوموړی وايي: «سره له دې چې زموږ توليدات باکيفيته دي او ډېر دوام کوي خو بيا هم خلک وارداتي شيان اخلي او زموږ نه اخلي.»

يادو او يو شمېر نورو اهنګرانو له خلکو غوښتنه وکړه چې د بهرنيو وسایلو پرځاى دې خپل داخلي توليدات وپېري.

دوی همداراز پر حکومت غږ وکړ چې پر بهرنيو توکو ماليه لوړه کړي څو خلک د افغاني توليداتو پېرلو ته مخه کړي.

په دې اړه د بغلان د سوداګرۍ خونې مسوول شېرمحمد ایوبي پژواک ته وويل، د حکومت د پاليسۍ يوه برخه کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه ده.

نوموړي وويل، په لوړه کچه له حکومتي مسوولينو غوښتنه شوې چې د افغاني توليداتو د ودې لپاره د ځينو بهرنيو توکو د وارداتو مخه ونيسي.

هغه وايي، افغان توليدوونکي بايد توکي او وسایل په ښه کيفيت توليد کړي څو خلک هم اړ شي چې خپل افغاني توليدات وپېري.

د يادونې ده، تر دې وړاندې يو شمېر نورو کسبګرو هم ورته شکايتونه کړي او ويلي يې دي چې توليدات يې په دې وروستيو کې بازار نه لري.

Visits: 119

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.