هرات کې یو شمېر ځمکوال او کروندګر چې د څاڅکي اوبولګولو له سیسټمه ګټه اخلي وایي، دغه سیسټم نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، بلکې د لا ډېرو ځمکو کرلو او د حاصلاتو ډېرېدو زمینه هم برابروي.
د جوزجان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۵۰۰ شنې خونې د څاڅکي اوبولګولو پر سیستم سمبالې شوې؛ یو شمېر کروندګر د دغه کار هرکلی کوي او وايي، حاصلات یې څو برابره ډېر شوي دي.