د بدخشان د شغنان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د امو سیند د اوبو کچې لوړېدو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ، د درواز پنځهګونو ولسوالیو حلقوي سړک په لسو ځایونو کې په قسمي ډول تړل شوی او ځینې ځنګلونه هم له منځه تللي دي.