Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غور کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرلهپسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نسناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
په کابل ښار کې د ۱۶۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه – چې ۶۲۰۰ کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي- ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولتیار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې کلي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې یې په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نشته، له همدې امله د خوړ له ولاړو ناپاکو اوبو استفاده کوي چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې پیدا کړې دي.
پرلهپسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې نږدې زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
فاریاب کې ځايي مسوولینو د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
لوګر کې سیمهییز مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د کاشان اوبو سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP