منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
موضوع

اوبو

۲۰۶ راپورونه

راپورونه

د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته نیمروز کې د یوه کلي اوسېدونکو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

په نیمروز کې د وچکالۍ په اړه د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ځيني کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوې وې، یوه خیرخواه کس د دغه ولایت د یوه کلي د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزې هواري په موخه څاه وکنله او خلک یې د اوبو راوړلو په موخه له دوه ساعته مزله خلاص کړل.

کندوز کې په تېر یوه کال کې څه باندې ۷ زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۱ شبکو په جوړولو سره څه باندې ۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

غزني کې د اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او پنجشېر کې د دوو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په غزني ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې او په پنجشېر کې بیا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.

سږ کال ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کرنې او صنعتي برخو کې د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه استفاده او د تغذیوي سرچینو محدودېدل د دې لامل شوي چې روان لمریز کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شي.

دایکنډي کې د اوبو کموالي ستونزه؛ د دغه ولایت نیمايي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه ‌لري

د دایکنډي اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ‎د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي ادېښنه څرګندوي او وايي، دغې ستونزې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی او یو شمېر کورنۍ د اوبو نشتوالي له امله ان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

غړي

برادر: د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت دی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، کابل کې د اوبو نړۍوال څېړنیز کنفرانس کې د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ، ویې ویل چې افغانستان د اوبو پراخې سرچینې لري خو په معاصر تاریخ کې ورسره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.

غړي

سمنګان کې سلګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرت‌سلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی

د بغلان درېیو ولسوالیو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسی نه ‌لري

بغلان د دهنه‌غوري، دوشي، او بورکې ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک لپاره پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت یې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

غړي

زابل او پکتیکا کې د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او کندهار کې د دوو پروژو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، زابل او پکتیکا کې د څه باندې ۱۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او کندهار کې د څه باندې ۴،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.

نور راپورونه