ژبه

غور کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړېدو کار پیل شو

فېروزکوه (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): غور کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د اوبو رسونې د یوې شبکې کار پیل شوی او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې اووه سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د غور د اوبولګونې رییس ملا رحمت‌الله اماني په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل، د یادې پروژې کار چې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت یې درلود، نن (یکشنبه) د دغه ولایت د چهارسدې ولسوالۍ په «ده‌حاجي» کلي کې پيل شو.

د هغه په خبره، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به ۷۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او په دې برخه کې به د خلکو شته ستونزې حل شي.

نوموړی وايي، د یادې شبکې د جوړېدو لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه: «اوبه د ژوند مهمه اړتیا ده چې باید په قدر یې وپوهېږو او موږ هر یو باید د اوبو له ډېر مصرف څخه ډډه وکړو څو د خدای له دې نعمت څخه بې‌برخې نه‌شو.»

ورته مهال، د غور د چهارسدې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل هرکلی وکړ او هیله لري چې ژر بشپړه او ستونزې یې حل شي.

ورته موضوع