Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د اوبو کموالي ستونزه؛ د دغه ولایت نیمايي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه ‌لري

نیلي (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د دایکنډي اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ‎د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اوبو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او ان یو شمېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

پرله‌پسې وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل، د اوبو نه زېرمه کېدل، د نفوس زیاتېدل، له اوبو بې‌درېغه استفاده او د اوبیزو سرچینو ککړتیا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې له هغو لاملونو دي چې پر کرنه، مالدارۍ او عمومي روغتیا یې منفي اغېزې کړې او خلک یې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

دایکنډي هم د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې د اوبو له ډېر کمښت سره مخ دی.

دایکنډي ۹ ولسوالۍ لري او د افغانستان یو مرکزي او غرنی ولایت دی چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو له مخې، د دغه ولایت د وګړو شمېر سږ کال (۱۴۰۳) ۵۵۳۳۷۲ کسان اټکل شوی دی.

د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې د دایکنډي د خلکو ستونزې

د دایکندي د مرکز نیلي ښار اوسېدونکی فرید چې د څښاک اوبو ته د لاسرسي لپاره هره ورځ اوږد واټن وهي، د څښاک لپاره د اړتیا وړ اوبو تامینولو برخه کې د ستونزو په اړه غږېږي.

هغه وویل: «مخکې د شهرک په سیمه کې په یوه کرايي کور کې اوسېدو، خو کله چې د څاه اوبه وچې شوې، د کور مالک چې څاه هر څومره ژوره کړه، اوبه یې ورنه کړې، مجور شوو له هغه ځایه کډه وکړو او د نیلي دښتي سیمې ته ولاړ شو، اوس هم چې دلته راغلي یو، بیا مو څاه وچه شوې او د یوې بوشکې اوبو لپاره هره ورځ بهر وځو، کله کور ته نږدې اوبه په لاس راځي او کله هم زیاته فاصله وهم څو د اړتیا وړ د څښاک اوبه ترلاسه کړم.»

هغه زیاته کړه، ځیني مهال اړ کېږي چې له خپل ګاونډي اوبه وپېري او کله د اوږده واټن په وهلو له یوه کارېز او یا هم د اوبو د پلور له ټانکرونو د خپلې اړتیا وړ اوبه ترلاسه کوي. فرید وايي چې د سیمې ډېری اوسېدونکي له ورته ستونزې سره مخ دي او ځیني ان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د «زردارګي» سیمې اوسېدونکی عارف هم وايي چې د خلکو ژوند له اوبو سره تړلی دی، په سیمه کې چې مخکې د پاکو اوبو زېرمې وې، اوس وچې شوې او د ناچارۍ له امله یې یا خپلې مېنې پرېیښې او یا هم له ناپاکو اوبو استفاده کوي.

نوموړي وویل: «هغه چینې او کارېزونه چې مخکې یې ډېرې او پاکې اوبه درلودې، اوس وچ شوي، اوس خلک د یوې عمومي ویالې له اوبو استفاده کوي، خو دغه اوبه پاکې نه دي؛ ځکه د پاسنیو سیمو خلک خپلې جامې او لوښي د همدې ویالې پر اوبو مینځي او موږ هم له ناچارۍ د څښاک او کرنې لپاره له هماغه اوبو استفاده کوو.»

هغه وايي، ژمي کې یې د کور نږدې چینه د څښلو څه ناڅه اوبه لري خو په اوړي او مني کې د پاکو اوبو پیدا کول پر یوې جدي ستونزې بدلېږي.

نوموړي زیاته کړه، موسسو او یا روغتیايي څارونکو کله ناکله دوی ته د دې اوبو څښلو د پایلو په اړه ګواښ کړی خو دوی د کمزوري اقتصاد له امله د څاګانو کيندلو او د اوبو پېرلو توان نه لري.

د شهرستان ولسوالۍ یاد اوسېدونکي وویل، یو زوی یې د پښتورګو ستونزه لري، لامل یې د ناسمو اوبو کارونه ښودلې ده.

عارف وویل چې څو کاله د پاکو اوبو نشتوالي له امله د یادې ولسوالۍ، په ځانګړې توګه د هغې سیمې چې دی ژوند په کې کوي، څو کورنۍ ایران او پاکستان ته کډوالې شوې دي.

د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د «سراشتو» سیمې اوسېدونکی ناصر وايي، وچکالۍ او د څښاک اوبو نشتوالی دی اړ کړی چې خپل کور او ځمکه پرېږدي.

هغه زیاته کړه: «مخکې مو کار او کښت درلود، مالونه او غوا مو درلودل، وچکالي ډېره شوه، لږ کښت مو وکړ، هغه هم ونه شو، یو کارېز مو درلود، بېخي وچ شو، د څښاک اوبو پیدا کولو په غم کې پاتې شوو، ماشومانو ته مو وویل چې له کډې کولو پرته بله چاره نشته؛ ځکه نه مو د کښت لپاره او نه هم څښاک لپاره کافي اوبه درلودې او له ډېرو لرو ځایونو مو په خرو اوبه راوړې.»

هغه زیاته کړه، دا سخت شرایط د دې لامل شول چې اوسمهال د میرامور ولسوالۍ د هلمند سیند ته نږدې په «اسرو» سیمه کې د یوه کس دهقاني کوي او په سخته خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي، په سیمه کې یې ټول خلک له دې وچکالۍ زیانمن شوي او هغه خلک چې د ده په څېر بهرنی عاید نه درلود، له ځایه بې‌ځایه شوي دي.

ناصر وویل، د یادې سیمې یو شمېر خلکو چې اقتصادي توان یې درلود، څاګانې یې کیندلې او د څښاک اوبو ته لاسرسی لري خو د هغه په خبره، د یو شمېر خلکو تر ټولو جدي ستونزه لا هم د څښاک اوبه دي.

ورته مهال، د نیلي ښار یوه بل اوسېدونکي حجت موسوي وویل، هغه خلک چې په دغه ښار کې اوسېږي، ډېری یې د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، له کومو ځایونو چې اوبه راوړي، پاکې نه دي.

هغه زیاته کړه، ډېری خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري چې دا یوه لویه ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه: «ډېرې څاګانې وچې شوې او خلک اړ دي چې اوبه وپېري خو ټانکرونه هم پاکې اوبه نه توزیع کوي، ډېری وخت لیدل شوي چې له دننه یې ناپاک او ککړ شیان راوتلي دي.

موسوي ټینګار وکړ چې د ناپاکو اوبو کارونه د بېلابېلو او خطرناکو ناروغیو لامل کېږي.

د دایکنډي اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د څښاک پاکو اوبو څاګانو کيندلو برخه کې د دوی ملاتړ وکړي؛ ځکه په وینا یې، دوی خپله له اقتصادي اړخه د دغه کار وس نه ‌لري.

د اوبو ککړتیا او د ناروغیو ډېرېدل

روغتیاپالان وايي چې په دایکنډي او د افغانستان په نورو وچو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کموالي خلک دې ته اړ کړي چې له ککړو او غیرصحي اوبو استفاده وکړي او دغه وضعیت نه یوازې ورځنی ژوند سخت کړی، بلکې عمومي روغتیا ته هم جدي ګواښ پېښوي.

د نیلي ښار یو ډاکټر رضا امیري وايي چې د ککړو اوبو کارول خلک پر بېلابېلو ناروغیو لکه د پښتورګو او مثانې تېږو پیدا کېدو، شدید نس‌ناستي او نورو هضمي ناروغیو اخته کوي.

هغه زیاته کړه: «ککړې اوبه د ميکروبونو پیدا کېدو لامل کېږي او دغه ميکروبونه د ناروغیو لېږدېدو لامل ګرځي، شدید نس‌ناستی او زړه بدوالی لري، له بده مرغه په روغتونونو کې هم ډېری کسان چې بستر دي، د دغو اوبو کارولو له امله پر ناروغیو اخته شوي دي.»

هغه زیاته کړه، وچکالیو د کرنې ترڅنګ د خلکو پر روغتیا هم ډېر اغېز کړی؛ ځکه په وینا یې، له همدې امله اوسمهال ډېری خلک له ککړو او ناپاکو اوبو استفاده کوي.

نوموړی له خلکو غواړي، که د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري، لومړی اوبه ښه جوش کړي او بیا دې ترې ګټه واخلي.

ځايي مسوولین: دایکنډي کې ۵۲ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري

د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د پروګرامونو امر سیدنور موسوي وویل، د هغو شمېرو پر اساس چې اوس د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په «ډېتابېس» کې ثبت دي، ۵۸ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري، خو دغو شمېرو کې بدلون راغلی او د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د شمېرو له مخې، په یادو شمېرو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: «ډېری پټې څاګانې او چینې د وچکالۍ له امله وچې شوې او د اوبو سرچینې کمې شوې، پر همدې اساس اوس ویلای شو چې د دایکنډي ۴۸ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او پاتې ۵۲ سلنه نور د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.»

هغه زیاته کړه، د وچکالیو له امله د دایکنډي خلک تر بل هر ځای ډېر زیانمن شوي او د دوی د موندنو پر اساس، یو شمېر کورنۍ چې کره شمېرې یې نشته، د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله ان له خپلو کورونو او سیمو بې‌ځایه شوې دي.

هغه ټینګار وکړ، په ځینو سیمو کې چې خلکو پخوا د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی درلود، اوس په سختۍ نیمه پاکې اوبه یا ککړې او غیر صحي اوبه پیدا کوي.

موسوي وویل: «د څښاک پاکې اوبه هغو اوبو ته ویل کېږي چې له سرپټو څا‌ګانو او چینو تامینېږي او خلک ورته په اسانۍ لاسرسی ولري.»

ده وویل چې نیلي او میرامور ولسوالۍ د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له پلوه نسبت نورو ولسوالیو ته ډېر زیانمن دي وایي: «نیلي ښار کې د څښاک پاکو ته د خلکو لاسرسی ډېر سخت دی، ډېرې څاګانې وچې شوي، تېرو ۱۰ کلونو کې د اوبو کچه له ۱۰ تر ۱۵ مترو پورې ټیټه شوې او خلک اوبه له ټانکرونو پیري.»

د اوبو رسونې وضعیت ښه کېدو لپاره هڅې

د دایکنډي د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د پروګرامونو امر وایي چې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره د مقابلې لپاره، دغه ریاست تېر یوه کال کې د اویو رسونې برخه کې ۵۴ پروژې پلي کړي او دا پروژې د اوبو رسونې شبکو جوړولو، چکډېمونو، د اوبو ذخیرې، واټر شیډ، د اوبو رسونې شبکو ترمیم برخو کې پلي شوي دي چې په ټوله کې له دغو پروژو له ۳۰ تر ۸۰ زرو کسانو پورې مستفید شوي دي.

نیلي ښار کې یو شمېر ډاکټران له ناپاکو اوبو څخه د استفادې د بدو پایلو خبرداری ورکوي او وایي چې باید د خلکو د څښاک اوبه سلو په سلو کې صحي واوسي.

کارپوهان: د اوبو د سرچینو مدیریت اړین دی

د بامیان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد قربان علي‌یار وایي: «اقلیمي بدلون یوه نړۍواله پدیده ده چې وچکالي رامنځته کوي، که څه هم دا موضوع زموږ له کړنو سره تړلې نه ده، خو د افغانستان په څېر هېوادونه له هغو سخت زیانمنونکي دي او اقلیمي بدلون د طبیعي تعادل د له منځه تلو لامل کېږي او په پایله کې د اوبو سرچینې کمېږي او د خلکو معیشتي ستونزې ډېرېږي.»

د هغه په خبره، د افغانستان په مرکزي سیمو کې د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۰ کلونو په منځ کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې په واورو او بارانونو کې د پام وړ کموالی راغلی او دا سیمه نسبت د هېواد نورو سیمو ته له وچکالۍ ډېره اغېزمنه شوې، د اوبو کمښت نه یوازې د خلکو ژوند سخت کړی، بلکې د عاید د کمېدو او اجباري کډوالۍ ډېرېدو لامل شوی دی.

هغه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو مدیریت، د باران او واورې اوبو ذخیره کول، د بندونو او اوبیزې زېرمو جوړول، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومې کرنې پراختیا او په لویه کچه د شین‌کوریزو ګازونو کمېدل د اوبو د کمښت ستونزې ته د رسېدنې لپاره د حل‌لارو په توګه د حکومتونو او نړۍوالو ادارو ترمنځ همکاري یادوي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد د چاپېریال‌ساتنې ادارې د روان کال په پیل کې ویلي وو چې د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې ۲۱ میلیون کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.