سرپل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۳): سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په بهسودو سیمه کې د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د سرپل مرستیال والي مولوي خالمحمد وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بهسودو سیمه کې نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کانال کيندلو او کانکریټولو کار پیل شو.
نوموړي زیاته کړه، یاد کانال ۵۷۰ متره اوږوالی، یونیم متر پلنوالی او یو متر او ۲۰ سانتي لوړوالی لري.
د حقاني په وینا، یاده پروژه به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شي او ګټې ته په سپارل کېدو سره به څه باندې پنځه زره جریب کرنیزه ځمکه په اغېزناک ډول خړوبه شي او د یادې پروژې د کار په جریان کې به درې تر څلور زره کسانو ته د لنډمهال کار زمینه برابره شي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په تېرو کلونو کې هم په سرپل کې زرګونه متره کانالونه کيندلي او کانکریټ کړي دي.
بلخوا، د سرپل د فرعي سیندیزې حوزې رییس قاري بهرام عمري د یادې پروژې د پلې کېدو د موخې په اړه وویل: «موږ هڅه کوو چې د کروندګرو لپاره د اوبولګولو چاره اسانه او ساده کړو.»
هغه زیاته کړه، د مرستندویو ارګانونو د مرستې په پایله کې په څو تېرو کلونو کې په ټول سرپل کې زرګونه متره کانالونه جوړ شوي او دا پروسه به دوام ولري.
د سیمې اوسېدونکو هم د یادې پروژې پر پیلېدو خوښي څرګنده کړې ده.
د بهسودو سیمې یوه کروندګر نظرمحمد وویل: «زموږ کانالونه د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي وو او اوس خوښ یو چې بېرته رغول کېږي.»
هغه وايي، د یادې پروژې په پلې کېدو سره به اوبه پرته له دې چې ضایع شي، په اغېزناکه توګه ځمکو ته رسېږي.
دغه راز، د یادې سیمې یو بل کروندګر امینالله له حکومته وغوښتل چې د کرنې میکانیزه کولو ته پاملرنه ولري.
هغه وویل، حکومت چې هر څو د کرنې برخه کې پانګونه وکړي، هېواد به هماغومره د غلو دانو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP