Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې په تېر یوه کال کې څه باندې ۷ زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

کندوز (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۱ شبکو په جوړولو سره څه باندې ۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د نشراتو مسوول حمیدخان مومند پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ټولټال د اوبو رسونې ۱۵ پروژې پیل کړې وې چې له دې ډلې د ۱۱ پروژو کارونه بشپړ شوي چې ورسره څه باندې ۷ زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې هم د اوبو رسونې د څلورو نورو شبکو کارونه بشپړ شي چې له لارې به یې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

سرچینې زیاته کړه چې د یادو ۱۵ پروژو ټول لګښت ۶۶ میلیون افغانیو ته رسېږي چې د ډاکار موسسې له لوري ورکړل شوی دي.

هغه زیاته کړه، د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پلان لري چې په روان ۱۴۰۴ کال کې هم د دغه ولایت په بې‌برخې او لرې پرتو سیمو کې هم د اوبو رسولو نوې شبکې جوړې کړي.

د نوموړي په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولایت په خان‌اباد، دشت‌ارچي، قلعه‌زال او ګل‌تپه ولسوالیو کې د اوبو رسولو د پنځو نورو شبکو جوړولو کارونه هم پیل شي.

د څښاک له پاکو اوبو برخمن شوي هم خوښي څرګندوي.

د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي غلام‌نبي پژواک ته وویل: «زموږ اوبه ډېرې بې‌کیفیته وې، خلک په مختلفو ناروغیو اخته کېدل؛ له نېکه مرغه د خلکو او ډاکار موسسې په همکارۍ مو اوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.»

د دشت‌ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی نېک‌محمد هم خوښ دی چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

خو هغه زیاته کړه: «د دشت‌ارچي ځینې سیمې ډېر لوړې دي، هلته د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه ده؛ له همدې امله اوس هم ځینې کورنۍ د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.»

د کندوز د خان‌اباد او علي‌اباد په ګډون د یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت کوي او په دې برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.