زرنج (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): په نیمروز کې د وچکالۍ په اړه د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ځيني کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوې وې، یوه خیرخواه کس د دغه ولایت د یوه کلي د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزې هواري په موخه څاه وکنله او خلک یې د اوبو راوړلو په موخه له دوه ساعته مزله خلاص کړل.
پژواک د روان کال د وري په ۱۱مه د «نیمروز کې د وروستیو وچکالیو له امله یو شمېر کورنۍ بېځایه شوې دي» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې، د نیمروز د مرکز او ځینو ولسوالیو اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایتونه کړي وو.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې د مولانا کلي – چې اتیا کورنۍ په کې ژوند کوي – اوسېدونکو د اوبو د سرچینو له لرېوالي شکایت درلود او ویل یې چې وچکالیو یې ژوند سخت کړی دی.
اوس د میراحمد بلوچ په نوم یوه خیرخواه کس د دغه کلي له خلکو سره د مرستې په موخه یو ځل بیا لاس په کار شوی، او د هغه اوه متره څاه په کېندلو سره چې پخوا هم کېندل شوې وه، د یاد کلي د اوسېدونکو ستونزه یې حل کړې ده.
بلوچ چې درې کاله مخکې یې د اوبو کمښت ستونزې د حل په موخه په دغه سیمه کې یوه څاه کېندلې وه، ویې ویل: «پژواک هغه رسنۍ ده چې د خلکو غږ منعکسوي، تل یې تعقیبوم او له تاسو مننه کوم، ما فکر کاوه چې درې کاله مخکې مې کومه څاه چې کېندلې وه، د استفادې وړ به وي، خو د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته متوجه شوم چې هغه څاه وچه شوې ده او خلک د اوبو راوړولو لپاره دوه ساعته مزل کوي، نو له همدې کبله مې تصمیم ونیو چې څاه بیا ځلي لایروبي کړم.»
هغه زیاته کړه: «ډېر خوښ یم چې د یوه وړوکي خو اغیزناکه کار په ترسره کولو سره مې د خلکو درد دوا کړای شو. پژواک، ما او سلګونه نور کسان د خلکو له وضعیت څخه خبروي. هیله لرم چې دولتي مسوولین هم د خلکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره اقدام وکړي.»
بلوچ له نورو سوداګرو او خیرخواه خلکو هم وغوښتل څو د اوړي موسم رارسېدو او د وچکالۍ ګواښ ته په پاملرنې سره د نیمروز لرې پرتو سیمو ته د اوبو رسولو او څاه کېندلو برخه کې اقدام وکړي.
د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د بلوچ د یاد اقدام هرکلی کوي.
د یاد کلي یوه اوسېدونکي محمدصدیق پژواک خبري اژانس ته وویل: «له ښاغلي بلوچ څخه مننه کوم چې زموږ ساه یې ژوره کړه او زموږ په کلي کې بیا اوبه راغلې.»
هغه زیاته کړه: «که پژواک دا راپور نه وای خپور کړی، هېڅوک خبر نه وو، موږ به دوه ساعته پلی مزل کاوه، ساعتونه به په کتار کې درېدو څو اوبه تر لاسه کړو، اوس الحمدالله زموږ دا ستونزه حل شوه، لس دقیقې پلي ځو، اوبو ته رسېږو.»
ورته مهال، د مولانا کلي اوسېدونکې ماهګل چې خاوند یې فلج دی او د اوبو راوړلو په ګډون د کور ټول کارونه د هغې پر اوږو دي، وايي خوشحاله ده چې دا څاه بیا وکېندل شوه او د څښاک اوبو ته یې لاسرسی پیدا کړ.
هغې زیاته کړه: «خیر دې یوسي هماغه کس چې دا پخوانۍ څاه یې څو متره نوره هم ژوره کړه او اوبه په کې پيدا شوې، زه هر ورځ دوه ساعته پیاده تلم، پښو مې درد کاوه او ستړې کېدم. اوس شکر اوبه موږ ته نږدې دي.»
د یاد کلي یوه بل اوسېدونکي محمدنعیم وویل چې د هغه او د اتیا نورو کورنیو ستونزه حل شوه خو اړتیا ده چې د لا ښه رسېدنې په موخه دې کلي کې یوه بله څاه هم وکېندل شي.
هغه له نورو شتمنو خلکو هم وغوښتل چې د بلوچ په څېر اقدام وکړي او یاد کلي کې یوه بله څاه هم وکېندي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP