کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په غزني ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې او په پنجشېر کې بیا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن خپله اېکسپاڼه لیکلي،د اوبو رسولو دغه پروژه د غزني قرهباغ ولسوالۍ په دېګانانو کلي کې پلې شوې چې درې متره اوږدوالی لري او د ۳۶ متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
یاد وزارت لیکلي چې یاده شبکه د غزني ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې د «ډيارسي» موسسې له خوا د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د یو بل خبر له مخې، د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د پنجشېر ولایت په لومړۍ برخې او پریان ولسوالۍ کې د اوبولګولو کانال او استنادي دېوال جوړولو چارې د اووه میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې.
سرچینې د دغو پروژو رول د کرنیزو بنسټونو او کرنیزو ځمکو ته د طبیعي پېښو د زیان د مخنیوي او د پنجشېر خلکو ته د کاري زمینې رامنځته کولو د پياوړتیا برخو کې حیاتي ګڼلی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ددغو پروژو په پلي کولو سره یو شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره او زرګونه جریبه ځمکه به د سېلابونو له خطره خوندي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP