د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دغې ولسوالۍ غزني ښار ته غځېدلې لار خامه او خرابه ده چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.