ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ناوې اوسېدونکي د ولسوالۍ او مرکز ترمنځ لارې له خرابوالي شکایت کوي

د غزني د ناوې اوسېدونکي د ولسوالۍ او مرکز ترمنځ لارې له خرابوالي شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دغې ولسوالۍ غزني ښار ته غځېدلې لار خامه او خرابه ده چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

یاده ولسوالي د مرکز سویل لوېدیځ لوري ته د ۱۷۰ کیلومترو په واټن پرته ده چې له ۳۰۰ ډېر کلي لري او زرګونه کورنۍ په کې ژوند کوي.

د یادې ولسوالۍ یوه قومي مشر محب‌الله خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې له ناوې ولسوالۍ د غزني تر مرکزه غځېدلې لار خرابه ده، خلک په ډېر کړاو پرې تګ او راتګ کوي خو هیڅوک یې غور نه کوي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې ماشومان، ښځې، بوډاګان او ناروغان پر دې خرابه لار د سفر کولو توان نه لري، خو مجبور دي چې د خپلو اړتیاوو له مخې په ساعتونو ساعتونو مزل وکړي.

نوموړی وايي، ډېر کله په ژمي موسم کې پر دغه لار د سفر پر مهال موټر تخنيکي عوارض پیدا کوي او یا د لارې په اوږدو کې د زیاتو خټو له امله بند پاتې کېږي.

هغه وايي، د ولسوالیو اوسېدونکي هم پخوا او هم اوس حکومتونو ته د دغې لارې د جوړېدو وړانديزونه کړي خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

د یادې لارې یوه موټرچلوونکي اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «هر کال چې ژمی راځي دغه لاره زياته خرابېږي، واوره او بارانونه کېږي، په داسې حالت کې د خوراکي توکو او یا ناروغانو انتقال ته سخت اندېښمن يو.»

دی وايي، د لارې خرابوالي له امله ډېر مهال موټر عوارض پیدا کوي او یا په خټو کې نښلي او تر ډېره هماغسې ولاړ پاتې کېږي، ځکه د لارې په اوږدو کې هېڅ اسانتیا نشته.

دوی له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې پاملرنه وکړي او د حل په موخه یې ګامونه واخلي.

په ورته وخت کې، د غزني سیمه‌ییز مسوولين هم د خلکو دغه ستونزې مني او زياتوي چې د ناوې لارې د اساسي رغولو لپاره يې جدي هلې ځلې پیل کړې دي.

د غزني ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي محب‌الله عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، د خلکو دا ستونزه یې له اړوند وزارت سره شریکه کړې او د حل ژمنه یې شوې ده.

خو دی وايي، د سړک جوړول بودجې ته اړتیا لري او اوسمهال دغه وزارت کافي بودجه نه لري.

هغه زیاته کړه: «د دغې ولسوالۍ خلکو موږ ته عریضې هم کړې چې موږ د ټولګټو چارو وزارت ته لېږلې، د اوس لپاره موږ د جغل‌اندازۍ او د ځينو پلچکونو جوړولو لپاره پلان لرو چې ژر به يې کار پيل شي.»

دا د غزني یوازینۍ ولسوالي نه ده چې خلک يې د لارې له خرابوالي شکایت کوي، بلکې د دغه ولايت د ګڼو نورو ولسواليو لارې هم خرابې دي چې اوسېدونکي یې د جوړولو غوښتنه کوي.

Visits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.