زابل کې د بادیني لار پاکستان ته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه
د زابل مرستیال والي وايي، د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرلهپسې غوښتنو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار په اوونۍ کې څلور ورځې د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.


