ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر لمریز کال کې د ۲۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې د بامیان له والي سره په لیدنه کې د سوداګرو ښځو پر ملاتړ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د بامیاني ښځو د تولیداتو لپاره له افغانستانه بهر د بازار موندنې هڅه کوو.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو اداره وايي، بهر ته تللي استادان که راستانه شي، پر دندو به وګومارل شي او ترڅنګ یې خپلو فارغو محصلینو ته په وزارتونو کې د کار زمینه هم برابروي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ایران کې د افغانستان سفارت له مسوولینو غوښتي چې په دغه هېواد کې افغانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره او په دې برخه کې یې ټولې ستونزې هوارې کړي.
د افغانستان ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ایران کې میشتو افغان پانګوالو سره ناسته کې، بهر کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ کړی چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي او له خپلو هېوادوالو سره یو ځای د هېواد د ابادۍ لپاره مټې را ونغاړي.
د ریاستالوزرا د حکم پر اساس، په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو د دفاع په موخه د حقوقپوهانو یوه کمېټه جوړه شوه.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وایي، بېلابېلو هېوادونو ته یې پلاوي استولي څو تللي افغان استادان بېرته هېواد ته رادعوت کړي.
هرات کې ځايي مسوولین او د صنعتي ښارګوټي یو شمېر تولیدي شرکتونه وايي چې اروپا او امریکا ته د غیرالکولي مشروباتو صادرات مخ پر ډېرېدو دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او په پاکستان کې د پاک – افغان خبریالانو ټولنې په پاکستان او نورو هېوادونو کې د جلاوطنه افغان خبریالانو ستونزو د حل په موخه هوکړه لاسلیک کړه.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې له دغه ولایته د ۳۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۵۳ زره ټنه تازه او وچه مېوه او نور توکي بهر ته صادر شوي چې د وړم کال په پرتله ۶۰ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۰) : بهرنیو هیوادونو ته د تګ لپاره اوس هم زرګونه کسان کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن