Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
تخار کې امنیتي سرچینو د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وایي چې په دې پېښه کې دوه ملکي کسان ټپيان شوي دي.
تالقان (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د قلبرس سیمې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه
د تخار ځيني اوسېدونکي وایي، که څه هم د تالقان ښار لوی جامع جومات د میاشتې یو میلیون افغانۍ عاید لري، خو ۲۰ کال کېږي چې چارې یې نیمګړې پاتې دي چې باید بشپړې شي.
د تخار ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو د پیل خبر ورکوي.
د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي او زدهکوونکي وايي، درې کاله مخکې یې د سیمې ښوونځی د نامعلومو وسلهوالو له لوري وسوځول شو چې زدهکوونکي یې تر اوسه په ازاده فضا کې درس وايي او حکومت باید د دغه ښوونځې بېرته رغولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې خو چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP