ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار اوسېدونکي: د تالقان ښار لوی جامع جومات پاتې چارې دې بشپړې شي

د تخار اوسېدونکي: د تالقان ښار لوی جامع جومات پاتې چارې دې بشپړې شي

author avatar
24 Jun 2023 - 18:59
د تخار اوسېدونکي: د تالقان ښار لوی جامع جومات پاتې چارې دې بشپړې شي
author avatar
24 Jun 2023 - 18:59

تالقان (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د تخار ځيني اوسېدونکي وایي، که څه هم د تالقان ښار لوی جامع جومات د میاشتې یو میلیون افغانۍ عاید لري، خو ۲۰ کاله کېږي چې چارې یې نیمګړې پاتې دي چې باید بشپړې شي.

په تخار کې یوه فعال صبغت‌الله شفق پژواک خبري اژانس ته وویل: «د تالقان ښار مرکزي جامع جومات چې له ۲۰ کلونو ډېر وخت کېږي، د دویم ځل لپاره یې بنسټ اېښودل شوی او جوړېږي چې د یاد جومات د دوکانونو له درکه د میاشتې یو میلیون افغانۍ عاید لري، خو نه په تېر حکومت کې چې د هغه د جوړولو په موخه لسګونه پروژې واخیستل شوې او نه اوس ورته پاملرنه شوې ده.»

هغه زیاتوي، دغه جومات د دغه ولایت په کچه یو له مهمو جوماتونو ګڼل کېږي چې ان لمانځه لپاره دولتي لوړپوړي چارواکي هم ورته راځي.

هغه ټينګار کوي چې اوسنی حکومت دې د دغه جومات په جوړولو کې اقدامات وکړي.

دغه راز د تخار یو اوسېدونکی عبدالوکیل کریمي وایي، ۲۰ کاله کېږي چې د دغه جومات جوړولو ډبره اېښودل شوې، په داسې حال کې چې دا جومات شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه لري او عواید یې حکومت اخلي خو بیا هم پام نه ورته کېږي.

د هغه په خبره، د یاد جومات د دوکانونو له درکه عوایدو باندې نه یوازې خپل همدا جومات، بلکې نور جوماتونه هم پرې جوړېدای شي خو د مسوولینو د نه پاملرنې له امله یې چارې نیمګړې پاتې دي.

هغه زیاتوي، د اوسني حکومت فعالیتونه تر ډېره د جوماتونو او دیني مدرسو جوړول په برخه کې دي، نو هیله ده چې د تالقان ښار د لوی جامع جومات چارې په معیاري ډول بشپړې شي.

له بلې خوا، د یاد جومات موذن قاري سخي وایي، دا جومات په یوه وخت کې د ۱۰ زره لمونځ‌کوونکو ځایولو وړتیا لري.

هغه وایي: «موږ له حکومته غواړو چې د دغه جومات نیمګړو کارونو لکه کاشي کاري، رنګمالي، پلستر او منارونو جوړولو ته دي جدي پام وکړي.»

ورته مهال، د تخار د حج او اوقافو ریاست د جوماتونو مدیر اسدالله وفا که څه هم مني چې یاد جومات په میاشت کې یو میلیون افغانۍ عاید لري چې د حج او اوقافو ریاست حساب ته ځي، خو وايي چې په تېرو دوو کلونو بودجه کمه وه چې له امله یې دغه جومات ته پاملرنه نه ده شوې.

وفا ډاډ ورکوي، د یاد جومات جوړولو لپاره شپږ میلیونه افغانۍ منظور شوې او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار د اوسېدونکو په خبره، د دغه جومات د دوکانونو له عوایدو پرته هره جمَعه له لمونځ کوونکو د یاد جومات جوړولو په موخه پیسې راټولېږي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.