ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تالقان ښار ځیني زده‌کوونکي په خپله سیمه کې د سوځول شوي ښوونځي بیارغونې غوښتنه کوي

د تالقان ښار ځیني زده‌کوونکي په خپله سیمه کې د سوځول شوي ښوونځي بیارغونې غوښتنه کوي

author avatar
15 May 2023 - 16:35
د تالقان ښار ځیني زده‌کوونکي په خپله سیمه کې د سوځول شوي ښوونځي بیارغونې غوښتنه کوي
author avatar
15 May 2023 - 16:35

تالقان (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي او زده‌کوونکي وايي، درې کاله مخکې یې د سیمې ښوونځی د نامعلومو وسله‌والو له لوري وسوځول شو چې زده‌کوونکي یې تر اوسه په ازاده فضا کې درس وايي او حکومت باید د دغه ښوونځې بېرته رغولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ابو عثماني تالقاني لېسې د سوځېدو پېښې یو عیني شاهد محمدصابر وايي، دغه لېسه چې د تالقان ښار په کچه له لومړۍ درجې لېسو څخه شمېرل کېده، درې کاله مخکې د شپې له خوا د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري وسوځول شوه، خو بیارغولو ته یې تر اوسه پاملرنه نه ده شوې.

هغه تېرې جګړې او ناامنۍ د یادې لېسې د سوځول کېدو لامل ګڼي او وايي: «د دغه ښوونځي زده‌کوونکي له کلونو راهیسې په ازاده فضا کې درس وايي چې له درس سره یې د لېوالتیا کمېدو لامل هم شوی، حکومت دې د دغه ښوونځي بېرته رغولو ته پاملرنه وکړي.»

په ورته مهال، د یاد ښوونځې یو شمېر زده‌کوونکي هم پر حکومت غږ کوي څو د لېسې ودانۍ یې بېرته ورغوي.

د یاد ښوونځي زده‌کونکی حسیب‌الله وايي: «ښوونځی مو وسوځول شو، څو کاله کېږي چې په اوړي کې تر سره لمر او د ژمي په سړه هوا کې په ویجاړو او بې‌سرپنا ځایونو کې درس وایو، موږ له حکومته غواړو چې د ښوونځي جوړولو ته مو پاملرنه وکړي.»

د یاد ښوونځي یو بل زده‌کوونکی نوید وایي، په تېرو کلونو کې د امن او معیاري ځای په درلودلو سره د ابوعثماني تالقاني لېسې زده‌کوونکو د هېواد په کچه رقابت کړی او ښه مقام یې ترلاسه کولو، خو له هغې وروسته چې ښوونځی وسوځول شو او پر یوې کنډوالې بدل شو نو اوس یې ټول زده‌کوونکي په ازاده فضا کې په نه زړه درس وایي.

هغه زیاته کړه، حکومت او همکارې موسسې باید د دغې لومړۍ درجې لېسې ترمیم او بیارغولو ته جدي پاملرنه وکړي او د زرګونو زده‌کوونکو اندېښنو ته د پای ټکي کېږدي.

په ورته مهال، د تخار د پوهنې رییس حزب‌الله مبشر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې سره له دې چې دا مني چې یاد ښوونځی پر یوې کنډوالې بدل شوی زیاته یې کړه، زده‌کوونکي یې يوه امن او ښه ځای ته لېږدولي څو پر خپلو درسونو بوخت واوسي.

خو هغه زیاته کړه چې د ابوعثماني تالقاني لېسې د ترمیم او بیارغونې لپاره یې له موسسو سره په همغږۍ هڅې روانې کړې دي او ډېر ژر به په تالقان ښار کې د دغې لېسې د بیارغولو چارې پیل شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د تالقان ښار په زړه کې د ابوعثماني لېسه له ۱۰۰۰ ډېر زده‌کوونکي لري چې اوس د دغه ښوونځي ودانۍ پر یوې کنډوالې بدله شوې ده.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.