تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د بنګي ولسوالۍ په دو راهي سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي چې د بامیان په شیبر او د پروان په شیخعلی او شینوارو ولسوالیو کې په درېیو جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غوره امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د چارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي چې سرپل ښار کې له سړکه د یوه موټر وتلو او چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، نن سهار د دغه ولایت اړوند د جبلالسرج – پروان پر عمومي سړک د ترافیکي پېښې له امله نهه کسان ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې په شمالي سالنګ کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او پنځه نور تپيان دي.
سرپل کې امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او یو بل ټپي شوی دی.
ځایي مسوولین وایي چې د سمنگان اړوند د خرم سارباغ – ایبک پر لار او د بامیان یکهولنګ ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.