ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
5 Sep 2023 - 14:41
لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
5 Sep 2023 - 14:41

مهترلام (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲) : د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او پنځه نور تپيان دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د قرغيو ولسوالۍ اړوند د کابل-ننګرهار پر لويه لار د مارک‌اېکس او سوزکي موټرونو ترمنځ ټکر شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون درې کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې د دې پېښې ټپيان درملنې په موخه د لغمان ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادې پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي خو ډېرى وخت دغه شان پېښې د موټرچلوونکو بې‌احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.

Views: 1046

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.