Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د سرپل امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د بلخ – سمنګان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د بلخ او دولتاباد ولسوالیو ترمنځ پر عمومي لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د کابل – جلالاباد پر لویه لار د لغمان قرغیو ولسوالۍ مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي او د میدانوردګو په سیداباد ولسوالي کې یو ماشوم موټرسایکل وهلی او مړ شوی دی.
د فراه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.
د بدخشان امنیتي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۱۸۰ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۵۰ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، د کونړ په ماڼوګي او نرنګ او د پنجشېر په لومړۍ حصه ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل – جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او یو تن ټپی شوی دی.
ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د غزني امنیتي مسولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د روان کال په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن