Language

ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې نهو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي یوه موټر چپه کېدو له امله نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ایسنا خبري اژانس د سیستان او بلوچستان د پولیسو د رییس مهدي خمر په حواله راپور ورکړی چې پرون مازدیګر «سه‌شنبه» یو «پژو ۴۰۵» موټر چې افغانان په‌کې سپاره وو، د خاش ولسوالۍ – سراوان پر لویه لار له یوه بل موټر سره لګېدلی چې له امله یې نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د پېښې ۷ ټپیان د بېړنۍ څانګې له لوري په خاش ولسوالۍ کې د امام خمیني روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دوو موټر چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند بایللی و او اووه نور ټپیان شوي وو.

Related Topics