Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اسلامي امارت په غزني ولایت کې د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې او اړوندو ارګانونونه ته یې سپارښتنه کړې چې دواړه پېښې وڅېړي، علت یې معلوم کړي او د داسې ناورینونو د تکرار مخه دې ونیسي.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز او اندړو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۴۴ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.
د غزني ولایت په مرکز کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او د ښځو په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شېرینتګاب ولسوالۍ د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
مسوولین وایي چې په غزني او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د شبرغان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس نور ټپیان شوي دي.
د بادغېس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.
د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت کلدار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، دغه ولایت کې د درېیو جلا پېښو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP