منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:56 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

مصر کې د ترافیکي پېښې له امله د قطر امیري دیوان پنځو کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· 1 دقیقه لوستل · 194 کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۴): د مصر په شرم الشیخ ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د قطر هېواد د دولتي ادارې امیري دیوان درېیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز نن په یوه راپور کې د قطر سفارت په حواله لیکلي، د قطر د لوړ دولتي بنسټ امیري دیوان درې کارکوونکي د مصر په شرم الشیخ ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

په راپور کې راغلي چې د پېښې مړي او ټپیان به نن یکشنبه دوحې ته ولېږدول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د قطر، ترکیې او مصر چارواکو د دې اونۍ په پیل کې د شرم‌الشیخ په ښار کې په غیرمستقیمو خبرو کې برخه واخیسته او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په لومړي پړاو موافقه وشوه.