Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د هېواد دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ او نورو هغو حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.
کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
په کابل کې د جاپان مخکني سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلې چې نړۍ او افغانستان نور یوه تعامل ته ورسېږي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
هالند کې د افغانستان سفارت وايي، دوی د هېوادوالو د ستونزو حل او د قونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دي.
. . .
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د یوناما له مشرې او د یو شمېر هېوادونو له استازو سره له افغانان سره پر تعامل او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له اوسني حکومت سره پر مستقیم تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه لار کېدای شي د بل هر اقدام په پرتله ګټوره تمامه شي.
په کابل کې د علماوو او قومي مشرانو غونډې ګډونوالو ویلي، ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او عصر له غوښتنو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي او نړۍ دې هم مسوولانه چلند وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ بشپړ رسمي تعامل ته زمينه برابره شي.
کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت له لوري له بهرنیو استازوليو سره د امارتي ادارو د تعامل په اړه د
افغان چارواکو د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتني چې له کابل سره تعامل ته راوړاندې شي او له افغانستان سره دې په تعلیمي برخه کې مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP