ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو له کابل سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو له کابل سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه

author avatar
26 Sep 2023 - 22:49
ملګرو ملتونو له کابل سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه
author avatar
26 Sep 2023 - 22:49

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو پر زده‌کړو پر لګېدلو محدودیتونو اندېښنه وښوده خو بیا یې هم له سرپرست حکومت سره پر تعامل او خبرو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د یوناما  له دفتر د تلې په ۴مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن روزا نن (د تلې څلورمه) د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

هغې په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو پر زده‌کړو پر لګېدلو محدودیتونو اندېښنه وښوده.

د یوناما مشرې که څه هم د نشه‌یي توکو د کښت د نسبي مخنیوي په څېر د یو لړ مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه خو هغې وویل چې د دوی هڅې د سرپرست حکومت د هغو پنځوسو فرمانونو له کبله زیانمنې شوې چې هدف یې له ټولنیز ژوند او زده‌کړو د ښځو او نجونو محرومول دي.

روزا اوتنبایووا وویل چې په کابل کې له سرپرست حکومت سره د نظر لوی اختلاف لا هم پر خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی.

هغې زیاته کړه، د سرپرست حکومت له چارواکو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولشمول حکومت جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو خبرې کړې دي.

د یوناما مشرې وویل، د افغانستان حکومت له چارواکو سره د تعامل لپاره د مثبتې لارې نشتوالي په اړه ډېره اندېښنه لري او که دا همداسې ورو روان وي، نه به د نړۍوالې ټولنې اندېښنو ته، نه به د کابل واکمنانو غوښتنو او نه به هم د افغانانو اړتیاوو ته ځواب وویل شي.

مېرمن اوتنبایوا زیاته کړه چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د طالبانو د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له دې ډلې سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې ده.

دا وايي، د کابل د واکمنانو تګلارې ښځې محروموي او نړۍوالې ټولنې ته د منلو نه دي.

خو بیا هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له سرپرست حکومت سره پر تعامل او مذاکرې ټېنګار وکړ.

نوموړې وويل چې له سرپرست حکومت سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده.

اوتنبایوا له کابل سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه، داسې تګلاره چې د هغې په وینا، سرپرست حکومت په کې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو د هوساینې مسوولیت ومني او داسې میکانیزم هم ولري چې د افغانستان د واکمنو مقاماتو اندېښنو ته ځواب ووايي، بین‌الافغاني مذاکرات هم په کې شامل وي.

هغې ټېنګار وکړ چې له کابل سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.

اوتنبایوا دغه راز په خپلو خبرو کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو بودجې د کموالي خبره هم وکړه. نوموړې زیاته کړه: «له دوو اونیو راهيسې د بشري حقونو طرحې ۸۷۲ میلیون ډالر ترلاسه کړې دي، د ۳.۸ میلیارده غوښتل شوو ډالرو یې یوازې ۲۸ سلنه.»

دې  وویل، په داسې حال کې ژمی را روان دی، ډېر بشري پروګرامونه د بودجې کموالي له کبله په تړل کېدو دي.

[/restrict]

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.