Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو نهه کلن ماشوم وروسته له یوه کاله د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
ځایي مسوولین وایي چې د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو د دوو ساعتونو په موده کې یو ملي سوداګر د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کلکان ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.
د لغمان امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې يوه ١٤ کلنه نجلۍ له تښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو يې دوه کسان هم نيول شوي دي.
د استخباراتو عمومي ریاست وایي، ځواکونو یې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې یو کس -چې په کابل ښار کې تښتول شوی و- د انسانتښتوونکو له بنده خوشی کړی او د پیښې په تړاو یې درې کسان هم نیولي دي.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په بټيکوټ ولسوالۍ کې یې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده را خوشی کړی او دغهراز په جلالاباد ښار کې یې یو موټرچلوونکی د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو سوداګر د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی کړی او ورسره په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
په بلخ کې يو سوداګر حاجي نبيالله -چې يوه اونۍ وړاندې تښتول شوى و- د انسانتښتوونکو له بنده خوشی شو.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو ځوان د تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی او د پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په سرهرود ولسوالۍ کې يې يو ماشوم له انسانتښتوونکو ژغورلی او په تړاو يې يو کس هم نيولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP