Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب ځيني اوسېدونکي او مسوولین وایي، نږدې شپږ کاله کېږي چې د میمنې ښار ۳۳ کیلومتره سړکونو جوړولو پروژې د قرارداد تېریږي، خو قراردادي شرکت د دې پروژې کارونه تر اوسه نه دي بشپړ کړي.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ د هیلګل درې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سیمې په روغتیایي مرکز کې یې هیڅ ښځینه ډاکټره نشته چې له امله يې ځینې میرمنې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د یو شمېر سیمو قومي مشران او دیني علمان وايي په سیمو کې یې یو ښوونځی هم شتون نه لري.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې حکومت دې له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلی سړک په اساسي ډول ورغولي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د وچکالۍ له امله یې فصلونه او ۵۰ کلن باغونه وچ شوي او که دغه حالت دوام وکړي اړ دي نورو سیمو ته کډې وکړي.
د پاسپورټ عمومي ریاست د کاغذي غوښتنلیکونو له لارې په کابل کې د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړه او وایي چې خلک له دې لارې کولای شي په یوه اونۍ کې پاسپورټ ترلاسه کړي.
د بامیان یو شمېر خلک او کارپوهان د ډبرو سکرو د ډېرې استفادې د منفي اغیزو له امله اندېښمن دي او وايي، د ډبروسکرو پروسس او کارول د تنفسي ناروغیو ډېرېدو او د چاپېریال ککړتیا لامل شوي دي.
د هرات ځيني اوسېدونکي د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو له لوړې بیې شکایت لري او وایي چې د ډېرې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای سون توکي وپېري.
کونړ کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې زرو کسانو ته د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شوه او له سلګونه راستنو شوو، بېوزلو او د طبیعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنیو سره مرسته وشوه.
لوګر کې یو شمېر خلک ادعا کوي چې شخصي درملتونونه بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په استوګنیزو سیمو کې د صنعتي کارخونو فعالیت هوا ککړه کړې او خلکو ته يې روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له څلورو ولسوالیو دوه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن