حقاني: د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ولایت له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، په معنویت او اخلاقو باید د خلکو ترمنځ واحد فکر رامنځته شي او د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ولایت له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، په معنویت او اخلاقو باید د خلکو ترمنځ واحد فکر رامنځته شي او د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي.
د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د بینادر او صفار سیمو یو شمېر خلک وايي چې روغتيايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري خو روغتیايي مسوولین د هغوی دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې د ګرمسېر ټولو سیمو کې روغتيايي مرکزونه شته.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر او سږ کال سېلابونو د دې ولسوالۍ مربوطاتو کې د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې یو پل ویجاړ کړی چې له امله یې خلک او موټرچلوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د مزار - حیرتان لویې لارې موټرچلوونکي شکایت کوي چې پر دغې لار وخت ناوخت د بادونو له امله ریګونه ډېرۍ کېږي چې له امله یې په ساعتونو لار بنده وي.
د افغانستان د ځینو سیمو اوسېدونکي د متخصص ډاکټرانو، روغتیایي مرکزونو او نورو لازمو روغتیایي امکاناتو له کمښته شکایت لري او وایي، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي چې اوږده مزلونه ووهي. د…
د کابل - ننګرهار لويه لار چې له تېرې يوې اونۍ راهیسې د غره ښویېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې، د دې لارې مسافر د دويم لين سړک د پاتې کارونو بېرته پيلېدو غوښتنه کوي.
د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د برېښنا، سړکونو، روغتيايي مرکزونو او نورو برخو کې ستونزې لري، بايد حکومت يې ورته حل کړي.
د غزني د رشیدانو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وچکالیو سخت ځپلي، کروندې او باغونه یې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي، حکومت دې د دې ولسوالۍ د یوسفو درې بند چې د داوود خان په وخت کې سروې شوی، جوړ کړي.
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د فراه د مرکز د احمداباد سیمې یو شمېر خلک شکایت کوي چې د بادونو له امله د شګو ډېرۍ کېدو یې ژوند خورا سخت کړی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته د حل یوه لار ولټوي.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې په مرکز جلالاباد کې يو شمېر کسان په خپلسري توګه د ساچ په نوم د ځانګړو مرغيو ښکار کوي چې د مرغانو د نسل وژنې ترڅنګ د ښاري ګډوډۍ سبب هم ګرځي.
د پکتیکا د نکې ولسوالۍ خلک په روغتیايي برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، له دوو لسیزو راهیسې په ټوله ولسوالي کې جراح ډاکټر او مجهز روغتیايي مرکز نشته او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ښرنې او نورو ولایتونو لېږدوي.
د غزني د رشیدانو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز فعالیت لري چې د ولسوالۍ ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
د پکتیکا یو شمېر خلک او سوداګر وايي، د برېښنا نشتوالي په کارونو او نورو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ کړي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا غځولو پروژې پاتې چارې دې بشپړې کړي.
د تخار مرکز تالقان ښار پر سړکونو کې د روږدو ډېرېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي راټول او درملنه یې وکړي، خو مسوولین بیا وایي چې د هغوی راټولول په یو ځل، ستونزمن کار دی.
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
یو شمېر خلک وایي، د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو له خوا د «زمري ۲۴مې» نمانځنې هغه اوازه نوره هم ګرمه کړه چې ا.ا به نن د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي خو د هغوی دا هیله پوره نه شوه.
د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هیڅ ښوونځی نشته او حکومت باید د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي.
د فراه عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د درېیو سیمو شاوخوا لس زره کورنۍ روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري خو زیاتوي، هڅې روانې دي چې له روغتيايي خدماتو…
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بحراباد او شونکړۍ سیمو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه یې ور هواره کړي.
د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وایي چې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د بامیان د ورس ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي معیاري روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، ځیني وخت ناروغان د روغتیايي مرکزونو لرېوالي له امله په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.