ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کابل – ننګرهار د دويم لين سړک پاتې چارې دې پیل شي»

«د کابل – ننګرهار د دويم لين سړک پاتې چارې دې پیل شي»

author avatar
25 Sep 2023 - 15:05
«د کابل – ننګرهار د دويم لين سړک پاتې چارې دې پیل شي»
author avatar
25 Sep 2023 - 15:05

جلال‌اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د کابل – ننګرهار لويه لار چې له تېرې يوې اونۍ راهیسې د غره ښویېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې، د دې لارې مسافر د دويم لين سړک د پاتې کارونو بېرته پيلېدو غوښتنه کوي.

د کابل – جلال‌اباد دويم لين سړک چې د ننګرهار له سره‌رود ولسوالۍ پيلېږي، د دغه ولايت له خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو تېرېږي او له کابل سره وصلېږي.

د دغه ۱۵۰ کيلومتره سړک جوړولو چارې په ۲۰۱۰ کال کې د اسيا پراختيايي بانک د ۱۱۱ ميليونه ډالرو په لګښت پيل شوې وې خو د ۱۳ کلونو په تېرېدو سره یې کارونه لا هم نه دي بشپړ شوي.

د سړک کارونه ۳۰ کيلومتره د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار د سره‌رود له دوسړکې او ۳۲ کيلومتره د کابل له خوا بشپړ شوی چې پاتې برخه یې د بېلابېلو دليلونو له امله تر اوسه نه دی جوړ شوی.

موسی‌خان چې د کابل – جلال‌اباد پر لويه لار د کرولا چلوونکی دی، وايي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې په ډېرو ستونزو کابل ته تګ راتګ کوي.

دی وايي: «کله چې لاره لنډ وخت خلاصه شي، موږ په همدې لارې ځو؛ ځکه هلته يوه فرعي لاره جوړه شوې چې ډېر بېروبار وي پرې، خو کله چې هغه بنده وي بيا يا په لته بند ځو او يا هم خلک د کاپيسا له لارې ځي، خو دا ډېره ستونزمنه ده؛ ځکه هم لاره اوږدېږي او هم کرايه لوړېږي.»

محمدشېرين ساپی چې کابل ته د خپلوانو کور تللی و او نن بېرته جلال‌اباد ته راستون شوی، وايي، که څه هم وړمه شپه مسوولينو د لارې بندېدو اعلان کړی و خو ډېر موټر سهار وختي ورغلي وو چې له سخت کړاو تېرولو وروسته اجازه ورکړل شوه.

دغه راز د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وړمه شپه د کابل – جلال‌اباد پر لويه لاره تلونکو موټرو او مسافرو ته اعلان وکړ چې د غرښویېدنې ساحې تر پاکېدو لاره بنده ده او هغوی دې پر بدیلو لارو تګ راتګ وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو او د ټولنيزو شبکو فعالانو پر فېسبوک پاڼو د کابل –جلال‌اباد دويم لين سړک د پاتې کارونو د پيل غوښتنې کمپاين هم پيل کړی دی.

د هغوی له ډلې حمدالله طلوع چې يو وخت په ننګرهار کې د ټولګټو چارو رييس هم و، پر خپله فېسبوک‌پاڼه د دغه سړک کارونو د پيل لپاره پر خلکو غږ کړی چې ملي کمپاين وکړي.

هغه زياته کړې: «ماهيپر يوه ډېره پېچلې لار ده چې ډېری وخت د غر را ښویېدنې، ترافيکي ګڼې ګوڼې او ترافيکي حادثو له کبله په ساعتونو ساعتونو بنده وي، همدارنګه دغه په دومره لوړ تعداد سره د ترافيکي ازدحام توان هم نه لري.»

بلخوا د ننګرهار د ټولګټو رييس مولوي يارمحمد محمدي د تلې په درېیمه پژواک ته وويل، اسيا پرمختيايي بانک په ځلونو د دغه سړک د پاتې چارو د پيل ژمنه کړې خو لا هم عملي اقدام نه دی شوی.

هغه زياته کړه چې له اسيا پرمختيايي بانک سره خبرې تر ډېره مخې ته تللې خو که بودجه ورنه کړي، پر بديلو لارو يې هم غور شوی دی.

دی وايي: «موږ خو ډېرې منډې ترړې کړې، جريان روان دی خو مثبت او منفي اړخ يې تر اوسه نه دی معلوم، خبرې په جريان کې دي، تقريباً داسې ۷۰ فيصده خبرې شوې دي، وزارت ماليې ته خو يې اطمینان ورکړی، خو نه وايي چې پيسې ورکوو او نه وايي چې نه يې ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د تلې په ۲۱مه د ننګرهار د ټولګټو ریاست په خپلو امکاناتو د دغه سړک لومړي کارونه پيل کړي وو خو د وخت به تېرېدو سره بېرته ودرېدل.

Views: 2921

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.