ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي

حقاني: د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي

author avatar
20 Oct 2023 - 10:10
حقاني: د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي
author avatar
20 Oct 2023 - 10:10

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ولایت له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي، په معنویت او اخلاقو باید د خلکو ترمنځ واحد فکر رامنځته شي او د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سرپرست سراج‌الدین حقاني تېره ورځ د کابل ولايت له مسوولينو سره وکتل.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په یاده غونډه کې ویلي: «کابل، هېواد کې د روان وضعیت تعبیر دی، د مرکزیت له امله د کابل ولایت د چارواکو مسوولیت ډېر دی، که د مجاهدینو مسوولیت ته وګورو نو ډېرې بریاوې او کمې نیمګړتیاوې لري.»

هغه په خپلو خبرو کې د امنيتي بنسټونو ترمنځ همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي چې د ولس اعتماد ترلاسه کولو په موخه باید کار وشي.

هغه زیاته کړې په تېر یرغل کې د خلکو فکرونه زیانمن شوي او په کار ده چې ژر تر ژره د هغوی وېره له منځه ولاړه شي.

د هغه په خبره: «محاکمو خپل مسووليت ادا کړی، هیڅوک نه شي کولاى د چا حق تر پښو لاندې کړي، د دې پر ځای چې خلک څه وايي، حقایقو ته د رسېدو لپاره څېړنې ته اړتیا ده، د نظام واکمنان عالمان، باخبره، له خدایه وېره‌لرونکي او د خلکو پر وړاندې د خدمت دنده پېژني، موږ ټول افغانان نه شو کنټرولولای او نه هم میلیونونه انسانان متحد کولای شو، خو موږ کولای شو په معنويت او اخلاقو د هغوی ترمنځ واحد فکر رامنځ ته کړو، که موږ خدای ته تسلیم شو، خلک به موږ ته تسلیم شي.»

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدنبي عمري هم په دې ناسته کې ویلي، که د سمون پر ځای له بې‌احتیاطۍ کار واخیستل شي، حاکم نظام به له ننګونو سره مخ شي، او ځیني هیوادونه د اسلامي امارت د نسکورولو دسیسې جوړوي.

هغه ویلي، که هر څوک خپل مسووليت ته پام وکړي، نړۍ نه شي کولاى د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو د راتلونکي په اړه تصميم ونيسي.

د کابل والي شيخ محمدقاسم راشد هم ویلي: «د سنګر له بریا وروسته مجاهدین د اسلامي نظام ثبات او دفاع مسوولیت لري، دا مرحله که څه هم په راحت کې ده، خو ستونزمنه او مسوولیت لرونکې ده.»

د کابل ولايت د استخباراتو رييس محمد عارف هم په دې غونډه کې له امنيتي منسوبینو غوښتي چې د مشرانو حکمونه په ښه توګه عملي کړي، د ژوند له هرې شېبې بايد د ولس د هوساينې په موخه کار واخيستل شي او په ګمارنو کې د خپلوۍ او قوم‌پرستۍ پر ځای، اهليت ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.

Views: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.