ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«خلک په تمه وو چې نن به د نجونو زده‌کړو ته د اجازې ورکولو زېری واوري خو داسې ونه شول»

«خلک په تمه وو چې نن به د نجونو زده‌کړو ته د اجازې ورکولو زېری واوري خو داسې ونه شول»

«خلک په تمه وو چې نن به د نجونو زده‌کړو ته د اجازې ورکولو زېری واوري خو داسې ونه شول»
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): یو شمېر خلک وایي، د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو له خوا د «زمري ۲۴مې» نمانځنې هغه اوازه نوره هم ګرمه کړه چې ا.ا به نن د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي خو د هغوی دا هیله پوره نه شوه.

دغه اوازه له څو ورځو راهیسې خپره شوې وه، تر دې چې ځینو شنونکو هم به بحثونو کې همدا خبره کوله.

د سياسي چارو شنونکی توریالي همت وړمه ورځ له پژواک سره په مرکه کې وویل چې اوسنی حکومت په امنیتي او نورو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

هغه د اسلامي امارت د کړنو په اړه زیاته کړه: «دغه یو څو کارونه دي چې په ځينو ځايونو کې يې کار اهل ته نه دی سپارلی، دا به هم کوي، انشاءالله، او دغه اساسي قانون ده دا هم جوړوي انشاءالله، دا د نجونو مکتبونه چې تر امر ثاني پورې يې ویلي وو، ډېر وځنډېدل دا به هم کوي ان‌شاءالله؛ له اميرالمومنين نه تر ما پورې چې زه یو وړوکی طالب یم، څوک يې مخالف نه دي او د اسلامي قوانينو او افغاني کلتور تر چتر لاندې به مکتبونه هم ډېر ژر خلاص شي ان‌شاءالله.»

همت ویلي وو، تمه لري چې د جشن (د زمري ۲۴مه، د ا.ا بیا واکمنېدل) ورځ د نجونو ښوونځیو د پرانیستې اعلان وشي او له دې سره به د دغه جشن خوښي نوره هم زیاته شي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالصبور وایي، له څو ورځو اوازه وه چې اسلامي امارت به د زمري ۲۴مې نمانځغونډه کې د نجونو د تړلو ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پیل اعلان وکړي.

 هغه وایي: «پرون د پوهنې وزارت اعلامیه خپره کړه چې دا ورځ نمانځي، بیا وروسته د تحصیلاتو وزارت هم وویل چې دوی هم دا ورځ نمانځي، له دې سره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستو ته د خلکو تمه ډېره شوه، خلک په تمه وو چې نن به د نجونو زده‌کړو ته د اجازې ورکولو زېری واوري، خو داسې ونه شول او دا هیله یې پوره نه شوه.»

هغه وایي، نه پوهېږي چې اسلامي امارت ولې د نجونو زده‌کړو ته اجازه نه ورکوي؛ په داسې حال کې چې ټول دیني عالمان وایي، نجونې او ښځې په لوړه کچه د زده‌کړو حق لري.

دی زیاتوي: «کله چې ښځې د زده‌کړو حق لري، بیا نو دا د حکومت دنده او مکلفیت دی چې هغوی ته د شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي، په دې کار سره به له یوې خوا خپل مکلفیت ادا کړي او له بلې خوا به د امارت مخالفین هغه تبلیغاتي حربه له لاسه ورکړي چې اوس یې د اسلامي امارت پر ضد کاروي.»

د افغان نیوز خبري اژانس خبریال مهدي انصار هم وایي، کله چې تېره ورځ د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو د زمري د ۲۴مې په مناسبت د غونډو جوړولو ته خبریالان وروبلل، خبریالانو تر ډېره دا ګومان وکړ چې کېدای شي په دغو غونډو کې د نجونو زده‌کړو د بیا پیل اعلان وشي.

هغه وویل چې دی په همدې هیله نن د لوړو زده‌کړو وزارت ته ورغلی و خو بېرته ناهیلی خپل دفتر ته ستون شو.

هغه وویل: «هغه څه چې موږ غوښتل او هیله مو درلوده ونه شول، د لوړو زده‌کړو وزیر راغی، خبرې یې وکړې خو متاسفانه د نجونو زده‌کړو د پيل په اړه یې هیڅ ونه ویل، حتی تر هغه ځایه چې ما رسنۍ وڅارلې، هیڅ چارواکي په دې اړه خبرې نه دي کړې، په داسې حال کې چې میلیونونه نجونې په دې تمه دي چې کله به چارواکي د نجونو زده‌کړو د پيل او کار په اړه اعلان کوي.»

دی وایي، وروسته له هغه چې له غونډې راووت څو کسانو د دوی له کورنۍ او دوستانو ورسره اړیکه ونیوه او پوښتنه یې کوله چې چې په غونډه کې د نجونو زده‌کړو د بیا پیل په اړه څه وویل شول او که نه؟

مهدي انصار وایي، ځکه یادو کسانو ورته زنګونه وهل چې هغوی هم مخکې دا اوازه اورېدلې وه چې اسلامي امارت به نن د نجونو زده‌کړو د بیا پیل اعلان کوي.

په کابل کې د پنجصد فامیلیو ښوونځي زده‎کوونکې سحر وایي، دې هم یاده اوازه اورېدلې وه.

هغې زیاته کړه: «نن ټلوېزیون ته په تمه ناسته وم، ما ویل کېدای شي د امارت د دوه کلنۍ په مراسمو کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستې اعلان وکړي، خو داسې کوم خبر خپور نه شو.»

خو هغه وایي، ناهیلې شوې نه ده او اوس هم تمه لري چې اسلامي امارت به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د سحر په وینا، که ښوونځي نه وای تړل شوي، سږ کال به له دوولسم ټولګي فارغه شوې وه.

Visits: 827

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.