ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس غورماچ ولسوالۍ يو شمېر خلک د نجونو ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کوي

د بادغيس غورماچ ولسوالۍ يو شمېر خلک د نجونو ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
13 Aug 2023 - 16:23
د بادغيس غورماچ ولسوالۍ يو شمېر خلک د نجونو ښوونځيو د جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
13 Aug 2023 - 16:23

قلعه‌نو (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ ځیني ‎اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هیڅ ښوونځی نشته او حکومت باید د دې ستونزې د هواري لپاره اقدام وکړي.

په ورته مهال، د بادغیس د پوهنې ریاست هم دغه موضوع تاییدوي او وايي، دوی به د خلکو د غوښتنې سره سم په دې برخه کې لاس په کار شي.

د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي جمشېد له پژواک اژانس سره مرکه کې وويل، په دغه ولسوالۍ کې تر اوسه د لومړنیو ښوونځیو په ګډون د نجونو لپاره ښوونځی نشته.

هغه د نجونو ښوونځيو نشتوالي له امله د اندېښنې په څرګندولو وويل: «موږ له لومړۍ تر شپږم ټولګي د نجونو لپاره نه کوم ښوونځی لرو، نه کورس او نه هم د سودا زده‌کړې مرکزونه، هغه څه چې ما زده‌کړي، علم پر مسلمان نارينه او ښځه فرض دى، له دولته غواړو چې نجونو ته د علم زده‌کړې زمینه برابره کړي.»

په همدې حال کې، د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکى نورالله هم د نجونو د ښوونځيو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، نجونې هم د ټولنې غړي دي او بايد د زده‌کړو زمينه ورته برابره شي.

هغه د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی او زیاتوي چې زده‌کړې د نجونو او ښځو مسلم حق دی او باید د هلکانو او نجونو ترمنځ تبعیض رامنځته نه شي.

نوموړی په دغه ولسوالۍ کې د نجونو لپاره د ښوونځيو جوړولو په برخه کې د تېر حکومت پر نه پاملرنې د نيوکې ترڅنګ له اسلامي امارت هیله لري چې نجونو ته د علم زده‌کړې زمينه برابره کړي، څو هغوی زده‌کړې وکړي او روښانه راتلونکی ولري.

په ورته مهال،‎ د پوهنې برخې کارپوهان هم د یادې ستونزې د ناوړه پایلو په اړه اندېښمن دي.‎

بادغيس کې د پوهنتون استاد سيدمحمود فهيم انتظار وايي، د هېواد ټولو وګړو ته د زده‌کړو برابرول د حکومت له مهمو دندو دي او د بادغيس په لرو پرتو سيمو کې هم بايد له لومړي تر شپږم ټولګي د نجونو ښوونځي جوړ شي.

هغه زیاتوي چې د دغه وضعیت دوام به ټولنې ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي او د بې‌سواده مېرمنو د زیاتېدو لامل به شي.

هغه وايي: «که دا ممکنه نه وي، که ټولګي جوړ نه شي، موږ به د بې‌سواده ښځو له جوړې ټولنې سره مخ شو چې ټولنې ته به جدي او نه جبرانېدونکې زیانونه ورسوي.»

په ورته وخت کې د بادغیس د پوهنې ریاست چارواکي هم په دغه ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځیو نه شتون تاییدوي.

د بادغيس د پوهنې رييس محب‌الله احسان پژواک ته وویل چې غورماچ ولسوالۍ اداري چارې د جمهوريت په پاى کې له فارياب ولايت سره يو ځاى شوې، خو په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دغه ولسوالۍ بېرته له بادغيس ولايت سره يو ځاى شوه.

هغه زياته کړه: «که د غورماچ اوسېدونکي له موږ څخه په رسمي ډول غوښتنه وکړي، موږ ورته د نجونو ښوونځي فعالوو.»

د بادغیس پوهنې ریاست د شمېرو له مخې اوسمهال په بادغیس کې ټولټال ۵۰۸ د هلکانو او نجونو ښوونځي موجود دي.

Visits: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.