د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین دایکنډي ته د خپل سفر پر مهال ټینګار کړی چې باید په دندو کې له تداخل، قومي او ژبنيو تعصبونو ډډه وشي، دغهراز ویلي یې دي، امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره نېک، اسلامي او د اخلاقي اصولو مطابق چلند ولري.
دایکنډي کې هغه دښتې او د غرو لمنې چې پخوا به ښېرازه او زرغونې وې او د زرګونو څارویو د څرولو ځای به و، د دوامداره وچکالیو نتیجه کې سپېرې او وچې شوې چې له امله یې مالداران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP