د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل وایي، په افغانستان کې د وژل شویو ژورنالستانو کچه ځکه لوړه ده، چې د قاتلینو دوسیې نه دي څېړل شوي.
. . .
د هرات والي له رسنیو څخه پر ملاتړ ټينګار کړی او وایي، رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ نښلونکی پل دی او باید واقعیتونه بیان کړي.
د پکتيکا ولایت مسوولین وايي، د رسنیو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او ډېر ژر به هغه رسنۍ فعالې کړي چې د اسلامي امارت په راتګ سره بندې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د دې ترڅنګ چې وايي، رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي، له رسنيو وغوښتل د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.
کاناډا او هالنډ په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړۍوال ایتلاف (MFC) د رئیسانو په توګه، له دغه ایتلاف څخه د افغانستان غړیتوب له منځه یووړ.
د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون وايي، هغه رسنۍ چې د واقعيتونو او قانون پر خلاف خپرونې کوي، د نافذه قوانينو په چوکاټ کې بايد خپل فعاليتونه تنظيم کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو غوښتي، ټول هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسي، امنیتي یا ټولنیز اړخ ولري، له خپرولو مخکې دې له یاد وزارت سره شریک کړي.
مخابراتو وزارت وايي چې ۱۳۳ رسنۍ د فریکونسیو د جواز نه تمدید له امله شاوخوا ۲۰۲ میلیون افغانۍ پوروړې دي، امنیتي ارګانونه باید د هغو نشراتي فعالیت د رسنیو د جوازونو تر تمدید بورې بند کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP