Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د یوناما مشرې، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو د ځنډېدو پر دوام خواشيني څرګنده کړې ویلي یې دي چې دغه چاره د افغانانو سوکالي زیانمنوي او نړۍوال دې د پوهنې برخه کې له افغانانو ملاتړ وکړي.
یو شمېر افغان نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو له ځنډېدو وروسته بېکاره نه دي کښېناستلې او خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره یې د زدهکړو نوي فرصتونه انتخاب کړي دي.
خوست کې يو شمېر معلولين وايي چې د موقتي مرستو پر ځای دې د دايمي لاسنيوي په موخه د حرفوي او مسلکي زدهکړو زمينه ورته برابره شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له دوو خیریه مؤسسې سره د څه باندې ۲۱۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې ۸۰۰ بېوزله زدهکوونکو ته وړیا ښوونیز پروګرام پيل شو.
کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د فني او حرفي زدهکړو پروګرام پیل شو.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو د زدهکړو پر ځنډولو اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال په افغانستان کې د زدهکړو پر پراختیا او متوازن انکشاف د ټینګار سربېره ویلي، د مدرسو زدهکوونکي باید د دیني زدهکړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سمبال کړي او اړین عصري علوم زده کړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، هر کال ۲۰ زره کسان له بېلابېلو حرفوي او فني زدهکړو فارغېږي.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دي او له اسلامي امارت غواړي چې د مناسب کار او زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د کندوز سیمهییز مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۷۰۰ سیمهییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۵ زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP