Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو په لړ کې د افغانستان د صرافانو شورا د ۵۰ کورونو جوړولو او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام زلزلهځپلو ته د خوړو چمتو کولو په موخه د څو سیمهییزو پخلنځیو جوړولو خبر ورکړی دی.
د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو لپاره د ۲۱۴۶ کورونو جوړولو کار پیل شو چې په معیاري او د ښارګوټي په ډول جوړیږي.
د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وایي، هرات کې د زلزلهځپلو بېړنيو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د سياس ګروپ مشر نجمالدین سیاس د هرات له زلزلهځپلو سره دوه ميليونه افغانۍ او اریانا افغان هوایي شرکت څه باندې ۱.۳ ميليونه افغانۍ مرسته وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یو پلاوی هرات ته روان شوی دی.
د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات له زلزلهځپلو سره ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزلهځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې ټولولو په موخه صندوقونه کېښودل شول.
د پکتیا مسوولین وايي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له خوا د ۳۹ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، ۲۶۵ زلزلهځپلو کورنیو ته نوي کورونه جوړ او ۱۸۴ ته کورونه ترمیم شول.
د پکتیکا په ګيان ولسوالۍ کې د نهه ميليون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو درې شبکې جوړيږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې زلزلهځپلو ته ۵۰ کورونه جوړوي.
د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو کورنیو لپاره د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۵۰ کورونو جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP